کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د قزاقستان د کرنې وزارت مرستیال چې کابل ته راغلی، د طالبانو د کرنې وزارت له مرستیال سره يې لیدنه کې د کرنې او سوداګرۍ د اړیکو پراختیا باندې ټينګار کړی دی.
د طالبانو د کرنې وزارت وايي، د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت مرستیال کایرات توربایف چې د يو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، نن يې د کرنې وزارت له مرستیال مولوي صدراعظم عثماني سره لیدلي دی.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د کرنیزو محصولاتو صادراتو، بازارموندنې، د لوړ کیفیت محصولاتو تولید او د صادراتو او وارداتو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې وشوې. په ځانګړې توګه د غوړیو، اوړو، پنبې او د څارویو سرې د تولید په اړه بحث وشو.