کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې وسله والو کسانو او سرحدي پوځيانو ترمنځ نښته شوې چې ۹ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي امنیتي مسوولین وايي، پرون مازيګر ناوخته امنیتي ځواکونو (اېف سي سکاوټ) د سلارزو تاڼې په حدودو کې د وسله والو ضد عمليات کول چې نښته شوې ده.
په دغه نښته کې ۴ سرحدي پوځيان (ایف.سي.فورسز) وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
که څه هم د دغې نښتې په تړاو پاکستان ضد وسله والو ډلو څه نه دي ويلي خو په خیبر پښتونخوا کې تر ډېره د پاکستاني طالبانو د تحریک وسله وال فعال دي او د پاکستاني نظامیانو پر ضد وخت نا وخت دا ډول بریدونه او نښتې کوي.