کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)
په افغانسان کې د سرپرست حکومت ضد مقاومت جبهې ویلي، چې نن سهار یې د کورنیو چارو وزارت په قرارګاه هدفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې لس طالبان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي.
د دغه جبهې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه مرګ ژوبله یې نن سهار نهه نیمې بجې د کابل د هوایي میدان په څلور لارې کې د کورنیو چارو وزارت په قرارګاه د برید په ترڅ کې اړولې.
اعلامیه زیاتوي، په دغه برید کې د طالبانو یو قوماندان هم وژلی دی او د دوی درې عرادې موټرې یې هم تخریب کړي دي.
خو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، په یاده چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي دي.