پاړاچنار چرته او په دې سیمه کې د قتل عام کیسه څه ده؟
لیکنه: حامد سیماب
پاراچنار د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې یو ښار دی، چې زیاتره خلک یې د شیعه مذهب ا مکتب پیروکار دي، خو دغه خلک په وروستیو کالونو کې د بېلا بېلو ډلو د حملو ښکار ګرځیدلي.
پاراچنار یوه ډيره ښه آب وهوا لرونکي او د کرهڼیزو چارو لپاره یوه مناسبه او ښیرازه سیمه ده .
دغه سیمه ډير فصلونه، سبزیجات او مېوه جات لري. مڼې، ګیلاس، زرد آلو، انګور، آنار، اغوز، ناک او داسې نورې یې له مهمو مېوه جاتو څخه شمېرل کیږي، دغه راز په دې سیمه کې د غنمو، وریجو، جوارو، وربشو، مئ، سویابین، لوبیا او ګڼ نور یې له غوره حاصلاتو څخه شمېرل کیږي.
د دې سیمې په طبیعي منظرو کې، غرونه، ځنګلونه، لوړې څوکې، ښیرازه سیمې، د خوږو اوبو چینې او ډيرې نورې د لیدو وړ سیمې لري، چې یو مهال یې د ځانګړو سیلانیانو کوربتوب درلود.
پاراچنار کې د پښتون قوم بېلا بېل قشرونه میشت دي، د دې ښار یوه څرګنده ځانګړنه، د پام وړ شیعه آیادي ده، چې دا سیمه ئې په پاکستان کې د شیعه ګانو په یوه اصلی مرکز بدله کړې ده.
پر پښتو ژبې سربیره په دغه سیمه کې خلک د پاکستان د ملي ژبې په توګه په اردو ژبه هم خبري کوي، د دغه سیمې خلک له کلتوري پلوه ډيره بډايه، میلمه پاله او د قبایلي دودونو درلودونکي دي.
په حقیقت کې په دغه سیمه کې د اهل سنت او اهل تشیع ترمنځ هیڅ ډول تاوتریخوالی نه وو، دواړه مذهبه خلکو د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره د وروګلوۍ چلند او سوله ییز ژوند درلود.
خو بدبختانه د پاکستان پوځي او استخباراتي کړیو د تاریخ په اوږدو کې د تکفیري ډلو په مرسته دغه سیمه نا امنه او د اهل سنت او اهل تشیع ترمنځ یې د خپل منځي اختلافاتو په نوم ورکولو سره یوې اوږد مهاله جګړې ته زمینه برابره کړه.
په پاراچنار کې د تاوتریخجنو شخړو او ترینګلتیا تاریخچه له کومه وخته پیل شوې؟
په پاراچنار سیمې کې د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د پاکو اهل بیت علیهم السلام د محبانو او شیعیانو د وژلو او تاؤتریخوالې تارخچه له لسګونو کلونو مخکې ته ورګرځي.
په دې سیمې کې ډیرې تاؤتریخجنې شخړې د ځمکو، غرونو او د اوبو د حق په سر د قبایلو ترمینځ د نښتو د رامنځته کېدو لامل ګرځول شوي، چې د پاکستان استخباراتي کړۍ، مذهبي افراطیان، قومي شر اچوونکي له دغه حالاتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او یادې شخړې ته د مذهبي جګړې نوم ورکوي.
له همدې امله د طبعي ښکلاګانو په یاده سیمه کې د شعیه اوسني مسلمانانو ترمنځ د خطرناکې شخړې په رامنځته کولو سره یاده سیمه د بې ګناه وګړو په وینو بدرنګه او وحشي کړې.
په پاراچنار کورمې سیمې کې تر ټولو اوږد جنګ په ۲۰۰۷ کال کې هغه مهال وشو، چې یو شمیر تفکیری ترهه ګرو ډلو ټپلو د افغان طالبانو په مرستې د پاکستان د ځینو حکومتي او استخباراتي کړیو ور څخه ناوړه استفاده وکړه او دغه سیمه ئې په بشپړ ډول کلابنده کړه، چې دغه کلابندي، جنګ او شخړو تر ۲۰۱۲ کال بورې دوام وکړ.
خو د دې سیمې خلکو په سخت مقاومت سره د خپلو ځانونو او سیمې کلکه دفاع وکړه، چې بلاخره هم د د۲۰۱۲ کال په پای کې د خیبرپختونخواه صوبې نورو قبایلو مشرانو د جرګو په وسیله د دواړو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړه او د امن تیږه ئې کیښوده.
وروسته دوی د یوې لوئې جرګې په جوړولو سره د دواړو لورو ترمینځ تړون هم لاسلیک کړ او تر څو کلونو پورې په دې سیمې کې امن او ثبات ټینګ کړ.
په دغو شخړو کې کابو له دوه نیم زره تر درو زرو پورې شیعیان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شول او دغه راز ډیرې سیمې ویجاړې شوې او په زرګونو خلک کډه په سر شول.
زما په نظر د پاراچنار په زیاترو پيښو او شخړو کې د جنایتونو د ترسره کیدا لپاره له تکفیریانو څخه به ملاتړ کې له اسرائیلو سره د اړونده عواملو رول او له سیمې د ورآخوا عناصرو لاسونه لیدل کیږي.
په پاراچنار کورمې سیمې کې له جنایتونو د تکفیریانو او دهغو د ملاتړو موخه په اسلامی نړۍ کې په یوبلې غزې یا میانمار باندې د دې سیمې بدلول دي، چې په دې سیمې کې د اهل تشیّع په ډير ښه او د ورورولۍ چلند له امله تر دې دمه د تکفیری ترهه ګرو او نورو له سیمې د ورآخوا عناصرو دغه سپیرې موخې او نقشې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.