د پروان امنیتي مسوولان وایې، چې د دغه ولایت په جبل السراج کې یې د یوې ښځې له لوري د چرسو د قاچاق مخه نیولې ده.
د پروان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فضلالرحیم مسکینیار ویلي، یوې ښځې چې ۱۰ کیلوګرامه چرس یې په خپل بکس کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له بغلان ولایت څخه یې کابل ته ولېږدوي چې دوی د پلټنو پرمهال نیولې ده.
د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې یې دغه ولایت کې د نشه یي توکو د قاچاق، کر کېلې، پېر او پلور د مخنیوي برخه کې مبارزه ګړندۍ کړې ده.