خبرونهنړۍ

جنوبي کوریا کې د مسافر وړونکې الوتکې سقوط؛ د ۱۷۹ کسانو مړینه تایید شوې

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د جنوبي کوریا يوه مسافر وړونکې الوتکه چې له ټایلینډ څخه خپل هېواد ته ستنه شوې وه، په هوايي ډګر کې د کېناستو پرمهال بې واکه شوې او له يو دیوال سره يې ټکر کړی دی.

ځايي چارواکي وايي، په دغه الوتکه کې د ۶ کار کوونکو په ګډون ۱۸۱ کسان سپاره وو چې له شمېر څخه یې فقط دوه تنه ژوندي پاتې دي او پاتې ۱۷۹ تنه ټوله مړه شوي.

د جنوبي کوریا د اور وژنې ادارې ويلي دغه الوتکه په مویان نړۍوال هوايي ډګر کې له پېښې سره پر ځايي وخت د سهار پر ۹ بجو مخ شوې ده.

د جېجو هوايي شرکت دا الوتکه د ټایلېنډ له پلازمېنې بنکاک څخه خپل هېواد ته راستنه شوې وه چې دغې پېښې سره مخ شوه.

د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس يونهاپ وايي چې په الوتکه کې يوازې دوه بهرنیان (د ټایلینډ اوسېدونکي) او پاتې نور د جنوبي کوریا اوسېدونکي وو.

څو ورځې وړاندې د ازربایجان هېواد يوه مسافر وړونکې الوتکه د قزاقستان په پلازمینه کې د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې وه چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.