افغانستانخبرونه

 په خوست کې د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون ولسي لاریون

د خوست سلګونه اوسېدونکو د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو پر ضد ولسي لاریون ترسره کړی.

 لاریون کوونکي(شنبه،۸د مرغومي)د خوست مرکز سرګردان څلور لاري کې راټول شوي وو او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

دوی د پکتیکا په برمل او د خوست په ځېنو سیمو کې د پاکستان بريدونه په افغان خاوره ښکاره تيری بللی او دغه هیواد یې په دوه ګوني چلند تورن کړی دی.

د لاریون یو تنظیم کوونکي عبدالله خان وایې، پاکستان په ظالمانه توګه برمل ولسوالي کې ماشومان او ملکي خلک بمبار کړي.

هغه وویل:«د پاکستان وروستي بریدونه په ښکاره پر افغان خاوره تېری دی او مونږ دا حق لرو، چې له خپلې خاورې د سر په بدله کې دفاع وکړو او د طالبانو له حکومت هم غواړو چې د پاکستان بریدونو سخت ځواب ورکړي.»

لاریون کوونکو دغه راز په ټینګار سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې دې د پاکستان بریدونو په تړاو چوپ نه پاتې کیږي او پر پاکستاني حکومت دې سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د لاریون یو ګډونوال شفیق الله وویل:«د پاکستان بریدونه په ښکاره له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د پاکستان څخه دې د دې بریدونو پوښتنه وکړي او چوپ دې نه پاتې کیږي.»

د پاکستان پر ضد دا لاریون داسې مهال ترسره کیږي چې افغان ځواکونو وړمه شپه د خوست عليشرو او د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ کې پر ډيورند فرضي کرښه طالب او پاکستاني لوري سره نښته کړې.

دطالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې طالب سرتیرو د هېواد سویل ختيځ کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا، څو نکتو کې د هغو عناصرو او د دوی د ملاتړ کوونکو پر پټنځايونو او مرکزونو انتقامي بریدونه کړي او کابو ۲۰ پاکستان پوځیان یې وژلي دي.