کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي ترینګلي وضعیت اندېښمنه کړې او له دواړو لورو څخه یې د زغم غوښتنه کړې.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، روسیه له دواړو لورو څخه غواړي، چې رامنځته شوې ترینګلتیا د خبرو اترو له لارې حل کړي، ځکه د نښتو له امله یواځې پوځیان نه، بلکې ملکي وګړي هم وزل کیږي.
د یادونې وړده، چې تیره ورځ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې د طالبانو دفاع وزارت سرچینو د ۱۹ پاکستاني پوځیانو او پاکستان د ۹ طالبانو د وژل کېدو ادعاوې کړي.