کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)
را پورونه وایي، د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د کوزې پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې په یوه پوځي مرکز د موټر بم چاودنې په ترڅ کې ۲۶ او په شمالي وزیرستان کې د نښتې په ترڅ کې ۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د دغه را پورونو له مخې؛ تیره ورځ په دېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستان د طالبانو تحریک لومړی په نظامي مرکز موټر بم چاودنه وکړه او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په ترڅ کې ۲۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي.
د دغه را پور له مخې؛ په شمالي وزیرستان کې هم د پاکستان د طالبانو تحریک په یوې امنیتي پوستې حمله کړې، چې پر مهال یې اته پاکستاني پوخیان وژل شوي.
تر دې دمه د دغه خبر په اړه د پاکستان پوځ څه ندي ویلي.