افغانستانخبرونه

پر هغو غيردولتي ادارو بنديزونه لګول شوي چې د ښځو د کار نه کولو په اړه يې د طالبانو امر نه دی منلی

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت لخوا غیر دولتي بنسټونو ته خبرداری ورکړی، چې په دغه ادارو کې د ښځو کار د منع فرمان څخه د سرغړونې په ترڅ کې به یې د مؤسسو فعالیت وځنډول شي او جوازونه به یې هم لغوه شي.

د دغه وزارت لخوا یادو بنسټونو ته په یوه لیکل شوي مکتوب کې له دوی غوښتل شي، چې د ښځو د کار د بندیز په اړه دی د دوی فرمان جدي ونیسي او د هغې مطابق دې اجرائت ترسره کړي.

په دغه مکتوب کې خبرداری ورکول شوی، که د ښځو کار د بندیز برخه کې سرغړونه وکړي، نو د مؤسسو فعالیتونه به یې وځنډول شي او جواز به یې لغوه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت څو ورځې وړاندې د نجونو پرمخ د طبي زده کړو دروازې هم وتړلې.