د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی چې، د فاریاب ولایت په اندخوي ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د غلا په تورپه درو وهلې ده.
د سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاده ښځه څه موده وړاندې په دغه ولایت کې طالبانو د غلا په تور نیولې وه، چې تېره ورځ ۳۹ دورې وهل شوې ده.
له دې څه موده وړاندې هم طالبانو په کونړ، پکتیکا، لوګر او بادغیس ولایتونو کې د ښځو په ګډون ګڼ شمیر کسان په درو وهلي وو.
داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبان د دې صحنو لېدلو له پاره خلک ورغواړي او ان د بازارونو په تړلو سره خلک اړ کوي چې دا ډاګیزې سزاوې وګوري.
بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان څېړونکو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې هر څه ژر په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودروي.