ایا د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترسره شوې جګړه زرګري بڼه لري؟
که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالې لړۍ لومړۍ نده، خو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکو ترینګلیتا په نظامي جګړې بدله شوه، دغه جګړه درې ورځې وروسته له هغې وشوه، چې پاکستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل، چې د هغوی په وینا بریدونه یې د پاکستاني طالبانو د تحریک په مرکزونو کړي.
خو د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو په دغه بریدونو کې د پنځوس تنو د وژل کېدو او تر څلوېښتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ، چې په وینا په قربانیانو کې شل تنه ماشومان، ګڼ شمېر میرمنې او اکثریت ملکي وګړي دي.
تیره ورځ د خوست او پکتیا ولایتونو په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښتې ترسره شوې، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرچینو په دغه نښتو کې ۱۹ پاکستاني نظامیانو ته د مرګ اړولو او پاکستاني رسنیو بیا په دغه نښته کې د ۹ طالبانو د وژل کېدو ادعاوې وکړې.
په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې د نا امنۍ څپه زیاته شوې، چې دغه هېواد همېش ادعا کړې، چې د دغه نا امنۍ ستر لامل په افغانستان کې پر پاکستان د برید پلانونه جوړول دي او وایي، د پاکستاني طالبانو تحریک په دغه هېواد کې روزل کیږي، تمویل کیږي او بیا پر پاکستان کې د نا امنۍ پېښې رامڼخته کوي.
خو د طالبانو سرپرست حکومت وایي، هغه ژمنې ته وفاداره دي، چې خاوره به یې د ګاونډیانو په خلاف ونه کارول شي او پخپله خاوره کې یې هیڅ وسله والې ډلې ته ځآی ندی ورکړی.
دوی وایي، پاکستان د خپلې خاورې په امنیت کې ناکام شوی، د دې پر ځای چې د خپلې خاورې امنیت تامین کړي، په افغانستان نا سم تورونه پوري کوي.
بلخوا د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر سیاسي څېرې او د خیبرپښتونخوا په سرحدي سیمو کې میشتې کورنۍ دغه جګړې ته د زرګري نښتې په توګه ګوري او وایي، چې دواړه لورې پخپلو کې اوږد مهاله اړیکه لري او د ولس په سترګو کې د خاورو شیندنې په موخه یاده چاره ترسره کوي.
خو د طالبانو دفاع وزارت او هند ترمنځ وروستۍ اړیکې بیا دغه ډول شکونه لمنځه وړي او اټکل کیږي، چې پاکستان چې طالبان یې خپل نږدې کسان ګڼل، دا ډله له لاسه ورکړه او غواړي چې د دوی د کمزورې کولو لپاره یوه نوې پروژه تطبیق کړي.
دا چې دا پروژه به څه ډول وي او تطبیقوونکي به یې څوک وي، هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړې، خو ځینو سرچینو د پاکستان په هغه مرکزونو کې چې مخکې طالبان روزل کېدل، ویلي، چې اوس په کې د داعش ډله تر روزنې لاندې ده.
سوال دا پیا کیږي، چې پاکستان مخکې هم د روزنې لړۍ ترسره کړي او په افغانستان کې د حکومتونو د ړنګیدو لامل کړي، مګر یو حکومت هم تر پایه د دوی لپاره وفادار ندی پاتې شوی، دا چې ځل دا ځل به څه کیږي، هم وخت به یې ځواب کړي.