افغانستانخبرونه

لغمان کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان امنیتي مسوولان وایې، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې شپږ کسان مړه او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایې، لومړۍ پېښه نن سهار(یک شنبه،۹د مرغومې) د دغه ولایت په«کله کوټ» سیمه کې رامنځته شوې، چې پرمهال یې یو مارسډیز موټر دوه هندۍ ریکشې وهلي چې له امله یې ۵ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره په ټپيان کې ۷ ښځې او دغه راز شپږ ماشومان هم شامل دي.

نوموړی زیاتوي دویمه پېښه بیا د لغمان په«شمرام» سیمه کې رامنځته شوې، چې پرمهال یې د طالبانو رنجر موټر یوه ماشوم وهلی او مړ شوی دی.

د یوسفزي په وینا ټپیان یې پر وخت د لغمان روغتون ته لیږدولي، چې ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

چارواکي د دواړو ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.

له دې دوه ورځې وړاندې هم د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند مشاله کمر سیمه کې د دوو ترافیکي پېښو پرمهال پنځه کسان مړه او ګڼ نور ژوبل شوي وو.