د هرات سیمه ییز چارواکو خبر ورکړی چې د رېل ګاډي په مرسته د چین هیواد د سوداګریزو توکو لومړۍ چوپه هرات ولایت ته رسېدلې ده.
د هرات لپاره د طالبانو د والي ویاند محمدیوسف سعیدي ویلي، چې دې جوپه کې ۱۰۱۱ ټُنه اوسپنې بار وې او د ایران د اوسپنې پټلۍ له لارې د هرات غوریان ولسوالي اړوند«روزنک» تمځای ته رسېدلی دی.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د چارو بشپړېدو سره به هېواد کې د اقتصاد لپاره لا نوي ظرفیتونه برابر شي.
هغه دغه راز د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانزیټي توکو لیږد د سیمې هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې یو مهم ګام بللی دی.
چین د نړۍ یو له سترو اقتصادي هیوادونو ګڼل کیږي، چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره یې په افغانستان کې پر سترو پروژو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.