لوبې

جنوبي افریقا په لومړۍ ټیسټ لوبه کې پاکستان ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه

د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو سریز په لومړۍ  او په زړه پورې لوبه کې کوربه جنوبي افریقا پاکستان ته په دوه ویکټو ماتې ورکړه.

د دغه لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې پاکستان ۲۱۱ او دویمه پاڼۍ کې ۲۳۷ منډې وکړې، چې جنوبي افریقا یې په ځواب کې لومړۍ پاڼې کې ۳۱۱ منډې وکړې او دویمه پاڼۍ کې یې ټاکل شوی هدف ۱۴۸ هدف د یوې سختې او په زړه پورې لوبې په کولو سره د اته ویکټو په سوزیدو سره پوره او په دغه لوبه کې په دوو ویکټو بریا تر لاسه کړه.

د دغه لوبې په دویمه پاڼۍ کې پاکستاني توپ اچونکي محمد عباس په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د جنوبي افریقا شپږ توپ وهونکي یې وسوزول، خو لوبډله یې له ماتې ونشوه ژغورلی.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه د راتلوونکې جمعې په ورځ د جنورۍ په درېیمه نیټه پیل شي.