د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې سږ کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.
د یادې ادارې د مالوماتو له مخې په هیواد کې د وریجو په تولید کې د تېر کال په پرتله ۹.۶ سلنې زیاتوالی راغلی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو لمخې، تر ټولو ډېرې ۱۳۰ زره مټریک ټنه وریجې په کندوز، ۱۰۷ زره مټریک ټنه په تخار، ۴۳ زره مټریک ټنه په بغلان، نږدې ۴۱ زره مټریک ټنه په ننګرهار، ۲۴ زره مټریک ټنه په بلخ او ۲۴ زره مټریک ټنه نورې په کونړ کې تولید شوې دي.