د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر د افغانستان لپاره د دغه دفتر د پخوانۍ چهارسمبالې رافیلا ایوډېس د مړینې خبر ورکړی دی.
د یادې ادارې څخه(یک شنبه،۹د مرغومې)په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې اغلې مېرمن رافیلا د مغزو سکتې له امله مړه شوېاو د نوموړې پر مړینه یې خواشیني څرګنده کړې ده.
د یادولو وړ ده چې رافیلا ایوډېس له شاوخوا یو کال راهیسې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازې په توګه کار کړی او کابو دوه میاشتې مخکې یې دنده پای ته رسېدلې وه.
نوموړې د خپل ماموریت پرمهال پر طالبانو هم نېوکې کړې وې چې د نجونو او ښځو حقونه نه مراعات کوي او له همدې کبله یې ډير کله پر طالب چارواکو نېوکې کولې.