کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۹مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د نړۍ مخکښ میلیادر او د ایکس ټولنیز شبکې مشر ایلن ماسک په تازه څرګندونو کې د امریکا اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي، چې دغه هېواد دیوالیه کېدای شي.
هغه «دي جونی روګن ایکسپیرنس» په نوم مشهور پوډکاسټ کې ویلي: په امریکا باندې د قرضونو کچه شپږدیرش اعشاریه اوه ټریلیونه ډالرو ته رسیدلې، چې دغه چاره د دغه هېواد لپاره تر ټولو خطرناکه ده او له امله یې امریکا دیوالیه کیدلای شي.
ایلون ماسک زیاته کړې، د حکومت لخوا ۲۳ سلنه ګټه ورکول د تشویش کړنه ده، چې ورځ تر بلې په دغه ګټه کې زیاتوالی راځي او زیان یې د امریکا ملي بودیجې ته رسیږي.
هغه وویل: په دوه زره څلرویشتم مالي کال کې د امریکا د حکومت لخوا یو اعشاریه دولس سوه پینځه شپیته ټریلیونه ډالره د ګټه ورکړل شوې، دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ټول ټال عاید څلور اعشاریه دوه نوي ټریلیونه ډالرو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د جنورۍ په شلمه ډونلډ ټرامپ د امریکا د نوي حکومت واک په لاس کې واخلي.