افغانستان

حنیف اتمر: لویه جرګه طالبانو ته مشروعیت نشي ورکولی او باید انتخاباتو ته غاړې کېږدي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني زویر حنیف اتمر ویلي چې طالبان د افغانستان په داخل او بهر کې د خپل مشروعیت په نشتون پوهه شوي او اوس هڅه  کوي چې د لويې جرګې له مخې مشروعیت ترلاسه کړي، نوموړي د طالبانو دغه اقدام سیاسي بازار موندنه بللی ده

یو شمیر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې طالبان له راتلونکي کوچني اختر وروسته له ټول هیواد د دیني علما قومي مخورو او ځوانانو په ګډه لویه جرګه وربلي  که څه هم طالبانو د دې جرګې د جوړښت او کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي خو د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر یې په غبرګون کې ویلي چې دا جرګه طالبانو ته مشروعیت نشي ورکولی تر څو یې چې عمومي انتخابات نه وي ترسره کړي هغه چې طالبان باور پرې نلري.

نوموړي یاته کړې طالبانو له شااو خوا درنیم کاله حاکیمت وروسته په داخل او بهر کې مشروعیت نلري چې حتآ ځینې پرېکړې یې د خپلو مهمو غړیو له لوري هم ننګول کیږي.

اتمر زیاته کړې تر هغې چې طالبان په هیواد کې خلکو ته حقوق ورنکړي مشروعیت نشي ترلاسه کولی.

د یادونې وړ د چې تر دې وړاندې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم د یادې جرګې د  جوړلو په غبرګون کې ویلي و چې طالبان  د خپلو کسانوپه تایید مشروعیت نشي پیدا کولی.