خبرونهنړۍ

خیبر پښتونخوا کې د یوې مدرسې دیوال غورخیدو پېښه کې ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

( کابل ټیلیګراف – 30 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د پاکستان د خيبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ په يوه مدرسه کې د دېوال د راغورځېدو پېښې له امله ۴ ماشومان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د ژغورنې سرچينو په وينا، دغه پېښه پرون د باړې تحصيل په مداخېل سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ژغورنې سرچينو په وينا، په دغه پېښه کې د مدرسې ۴ زده کوونکي ماشومان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

ویل کیږي، د دغه پېښه ټپيان پېښور ته د درملنې په موخه لیږدول شوي، چې د یوه تن حالات هم نازک ښودل شوی.