خبرونهنړۍ

د امریکا نهه‌دېرشم ولسمشر جیمی کارټر د ۱۰۰ کالو په عمر مړ شو

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پخوانی ولسمشر جيمي کارټر مړ دی.

کارټر له ۱۹۹۷تر ۱۹۸۱ز کال پورې د متحده ایالاتو ولسمشر و.

نوموړي شوروي اتحاد ځواکونو سره مبارزې لپاره د افغانستان مجاهدینو په تمویل او ملاتړ مشهور دی.

د کارټر په دوره کې د امریکا استخباراتو ادارې CIA د افغان مجاهدینو د مالي تمویل یوه برنامه پیل کړه چې وروسته یې د ځایناستي رونالډ رېګن په دوره کې هم دوام وموند.

کارټر له ولسمشرۍ وروسته په پاته ژوند کې د خیرښېګڼې او بشردوستۍ د کارونو په تر سره کولو مشهور و او د خپلو دغو کارونو له کبله یې په ۲۰۰۲ يم کال کې د نوبل د امن جایزه هم ګټلې وه.

جیمي کارټر لومړی بزګر و چې وروسته بحري ځواک ته لاړ، ورپسې یې سیاست ته مخه کړه، د ډيموکراټ ګوند غړی شو، یوه دوره د جورجیا ایالت ګورنر پاتې شو او بالآخره د امریکا ولسمشرۍ ته ورسېده.

جیمي کارټر د ۱۹۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه زېږېدلی و او سږ کال یې د خپلې ۱۰۰مې کلیزې له نمانځلو دوې اوونۍ وروسته د اکتوبر پر ۱۶مه د ډاک له لارې د امریکې په ولسمشريزو ټاکنو کې د خپل ګوند نوماندې کاملا هاریس ته رایه هم ورکړه.