افغانستانخبرونه

د ایران حکومت یو افغان اعدام کړی دی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د ایران بشر حقونو یوه څارونکي سازمان«هه‌نګاو» خبر ورکړی چې لرستان ولایت کې یو افغان اعدام شوی دی.

یاد سازمان څرګنده کړې چې دغه افغان د قتل په تور نیول شوی و او په «الیګودرز» زندان کې پرې حکم عملي شوی دی.

د دغه سازمان د مالوماتو له مخې دا افغان جلال ستانکزی نومېده او څلور کاله وړاندې د وژنې په تور نیول شوی و.

نوموړي سازمان څو ورځې وړاندې هم راپور ورکړی و چې ایران دوه افغانان اعدام کړي دي.

د بشري حقونو سازمان د مالوماتو له مخېایران د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې کابو ۷۱ افغانان په بېلابېلو تورونو په دار ځړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په څو ځلي له ایران غوښتي چې، په دغه هیواد کې دې د اعدامونو لړۍ ودروي خو ایران د دغو مخالفتونو سربېره هم د بندیانو اعدامولو ته دوام ورکړی دی.