افغانستانخبرونه

علي احمد جلالي؛ پر ډيورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه سياسي نمایش دی

د جمهوري نظام د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي د طالبانو له لوري له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د «انتقامي» بریدونه د دواړو غاړو له لوري سیاسي نمایش بللی دی.

نوموړی پر خپله اېکسپاڼه لیکلي د طالبانو له لوري د انتقامي بریدونو او د پاکستان له لوري د داعش او طالبانو د احتمالي بریدونو د دفع کولو ادعاوې د کمپيوټري لوبو سناریو ته ورته دي.

د طالبانو د دفاع وزارت دوه ورځې مخکې خبر ورکړ چې له ډیورنډ پولې پورې غاړه یې پر ځینو مرکزونو انتقامي بریدونه کړي دي.

پاکستاني رسنیو د هغه هیواد امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې په برید کې طالبانو له خپلو ۶ پوستو شاتګ کړی او مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

ښاغلي جلالي یادو بریدونو ته په اشارې وایي له نظامي پلوه د ډول ادعاوې ډېرې منطقي نه ښکاري او ښايي د طالبانو او پاکستان له لوري د خپل سیاسي تصویر ساتلو لپاره یو نمایش وي.

تر دې وړاندې د نظر ځينو نورو خاوندانو هم ویلي وو چې د پکتیا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني الوتکو برید د طالبانو د توافق پر اساس شوی دی.