کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
سرپرست ولسمشر چوی سنګ موک ويلي چې د الوتکې د غمجنې پېښې له امله زړه ماتی دی او دغه پېښه يې د هېواد لپاره لويه تراژيدي بللې.
د متحده ايالاتو د تحقيقاتو يو ټيم چمتووالی ښودلی چې د کوريا د دغه الوتکې د سقوط د عواملو په څېړنه کې د کوريا له ټيم سره يوځای څېړنه وکړي. تر اوسه د الوتکې د نسکورېدو لامل له مرغانو سره د الوتکې ټکر ښودل شوی چې د لينډينګ ګېر له ستونزې سره يې الوتکه مخ کړه.
د ډيمسبر پر ۲۹مه د جنوبي کوريا د جيجو هوايي شرکت الوتکه چې ۱۸۱ تنه سپرلي پکې ناسته وه له ګيمپو نړيوال هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه چې له ستونزې وروسته په ۵۰ دقيقو کې بيرته د ګيمپو هوايي ډګر ته راستنه شوه او د بېړنۍ ناستې پر مهال له ځغاستليکې ووتله او اور يې واخيست.
په الوتکه کې ۱۷۹ کسان ووژل شول چې د وروستيو خبرونو له مخې يې تر اوسه د ۱۴۰ تنو قربانيانو هويت معلوم شوی.
د يادونې وړ ده چې ۲ ورځې وړاندې د اذربايجان يوه مسافروړونکې الوتکه هم د بېړنۍ ناستې پر مهال نسکوره شوه چې لسګونه مسافرين پکې ووژل شول.