خبرونهنړۍ

په ایتوپیا کې سیند ته د لارۍ موټر د لوېدو پېښه کې ۶۰ تنه مړه شوي

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

په افریقايي هېواد ایتوپیا کې له خلکو یوه ډکه لارۍ موټر، سیند ته د لویدو پېښه کې شپیته تنه مړه شوي دي.

دغه پېښه د یاد هېواد په بونا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه روانه یاده لارۍ موټر، د موټر چلوونکي له کنټرول څخه ووتله او سیند ته وغورځیده.

د یادونې وړده، چې په ۲۰۱۸ کې، هم یو بس په ایتوپیا کې کندې ته لویدلی وو، چې له امله یې اته دیرش تنه چې ډیر زده کوونکی وو، مړه شوي وو.