لوبې

د کرکټ لوبې پر مهال لوبغالي کې د زیاتو نندارچیانو نوی ریکارډ جوړ شو

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د روانې ټیسټ لوبې پر مهال په لوبغالي کې د زیاتو نندارچیانو د شتون له امله ۸۷ کلن ریکارډ مات شو.

د دغه لوبې په پنځه ورځو کې ۳۷۳ زره ۶۹۱ نندارچیان لوبغالي ته د لوبې نندارې په موخه ورغلي وو، چې په دې سره یې د یوې سیالۍ پر مهال لوبغالي ته د ورغلیو نندارچیانو اوه اتیا کلن ریکارډ مات کړ.

تر دې وړاندې په ۱۹۳۷م کال کې میلبرن کرکټ لوبغالي ته د انګلستان او اسټرالیا لوبې پر مهال ۳۵۰ زره او ۳۴ تنه نندارچیان ورغلي وو، چې د زیاتو نندارچیانو ریکارډ یې له ځآن سره درلود.

د یادونې وړده، چې د اسټرالیا او هند ترمنځ وروستۍ ټیسټ سیالۍ کې کوربه اسټرالیا هند ته په ۱۸۴ منډو ماتې ورکړه.