خبرونهنړۍ

د هند پنجاب کې اعتراضونه؛ خلکو د ۲۹۳ اورګاډو تګ راتګ مخه نیولې

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز) 

د هند په پنجاب ایالت کې اعتراض کوونکو له دوی سره د حکومت له لورې د ژمنو د نه پوره کولو له امله د اورګاډۍ پټلۍ تړلې، چې له امله یې د ۲۹۳ اورګاډو تګ راتګ لغوه شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ د هند د پنجاب ایالت بزګرانو د دوشنبې په ورځ د «پنجاب بند» په نوم د اعتراض لړۍ پیل کړ او ویلي، تر هغې پورې به دوام وکړي، ترڅو حکومت یې ټولې کړې ژمنې ور پوره نکړي.

د دغه اعتراضونو له امله چې د سړکونو او ریل پټلۍ د تړلو سره مل دی، په ترڅ کې د دوه سوه درې نویو څخه د زیاتو ریل ګاډو تګ راتګ لغوه شوی او په ټول پنجاب کې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي.

د را پورونو له مخې؛ په پنجاب کې دولتي او خصوصي بسونو تګ راتګ او د ښار د ټولو برخو فعالیت هم دریدلی دی.

د کرنیزو محصولاتو لپاره د پیرود نرخ تضمین کولو سربیره ، کروندګر د پور معافیت ، د بزګرانو او کروندګرو کارګرانو لپاره د تقاعد ، د بریښنا نرخ کې نه زیاتوالی او د ۲۰۲۱ م کال د تاوتریخوالي قربانیانو ته د عدالت غوښتنه د پنجاب د خلکو له اساسي غوښتنو څخه دي.