کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان پنجاب او سندهـ صوبو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په ترڅ کې ۱۷ تنه مړه او ۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ لومړۍ ترافیکي پېښه نن سهار د پنجاب د فتح جنګ سیمې په موټروۍ باندې د ګړندي تګ له امله د بس موټر د چپه کېدو په ترڅ کې رامنځته شوې، چې په کې لس تنه مړه او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي: دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د بهاولپور څخه اسلام ته یو بس موټرروان وو، چې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله چپه شو.
په ورته وخت کې د سندهـ صوبې د نوشهر او فیروز سیمه کې د ټیلر او فلاینکوچ موټرو د ټکر له امله ۷ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، د دغه پېښې ټول قربانیان په نوشهر او فیروز سیمه کې په یوه واده کې ګډونوال وو.