کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د سندهـ صوبې اړوند په سجاول بای پاس سیمه کې یوه پولنډۍ جوړه چې د سیاحت لپاره په بایسکلونو باندې یادې سیمې ته تللې وه، په سیمه کې د درې موټر سایکل سپرو له لورې لوټ شوې ده.
پوليس وایي، درې موټر سائيکل سورو په یاده سیمه کې د دغې پولنډۍ سیلانۍ جوړې څخه موبائيلونه، پیسې او نور قیمتي شیان ټول لوټ کړي او پخپله مخه تښتیدلي.
دغه پولنډۍ ښځه او خاوند له لس هېوادونو څخه د سیاحت وروسته په بایسکل باندې د سیاحت په موخه د سندهـ تاریخي سیمو ته تللي وو، چې د را ستنیدو پر مهال لوټ شوي.