افغانستانخبرونه

میدان وردګ ولایت کې ۷۰۰ ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز مسوولان وایې، چې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار او یو شمیر ولسوالیو کې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ۷۰۰ کسانو ته د مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي سیدالرحمن حبیبي وایې، یادو ځوانانو ته د موټر جوړولو، برښنا، نل دواني، خیاطۍ، لبنیاتو تولید، او مرغدارۍ برخه کې شپږ میاشتنۍ مسلکي زده کړې ورکول کیږي.

د هغه په خبره هڅه کوي د یادو حرفوي زده کړو لړۍ د دغه ولایت پاتې نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

نوموړی دغه راز وایې، چې د پخوا په پرتله یې دغه ولایت کې د کاري جواز اخیستو په برخه کې اسانتیاوې زیاتې کړي او یوازې په تېر یوه کال کې یې شاوخوا زر کسانو ته د کار جوازونه هم وېشلي دي.

 په همدې حال کې په حرفوي زده کړو بوخت ځوانان خوښ دي، چې حرفوي زده کړي زمینه ورته برابره شوې ده. د دوی په خبره په دغه ولايت کې لاهم زرګونه کسان شته چې بې روزګاره دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه ډول پرګرامونه دې زيات کړي، ترڅو نور بې روزګار ځوانان هم وروزل شي