کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د هغه لس زره وګړو پاسپورټونو بلاک کړي، چې په ایران کې یې بېلا بېل جرمونه ترسره کړي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، د هغو ۱۰ زره او ۵۰۰ پاکستانیانو پاسپورټونه یې بلاک کړي، چې په ایران کې په بېلا بېلو وختونو کې جرمونه ترسره کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، پاکستاني اتباع د انساني قاچاق، غیر قانوني استوګنې، نشه یي توکو، افراطیت او نورو جرمونو په تور نیول شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په تېر یو نیم کال کې څه باندې پنځه زره پاکستانیان له خپل هېواد څخه شړلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په ايران کې له پولې په ناقانونه توګه د اوښتو په تور تر څلور زره زيات پاکستانيان نيول شوي او په جرمونو کې د ښکېلو پاکستاني اتباعو پر ضد قانوني کاروايي پيل شوې ده.
د سرچينو له مخې؛ په جرمونو کې د ښکیلو پاکستانيانو پاسپورټونه د پنځه او اوه کالونو لپاره بلاک شوي دي.
تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د نشه يي توکو د جرمونو له امله د ۲۴۷۰ پاکستانیانو پاسپورټونه بلاک شوي وو.
دغه راز د نومبر په میاشت کې له عراق هېواد څخه د شړل شویو ۱۵ سوه پاکستانیانو پاسپورټونه هم بلاک شوي و، همدا راز اکتوبر میاشت کې سعودي عربستان څخه د ۴ زره را شړل شویو پاکستانیانو پاسپورټونه بلاک شوي وو.
د یادونې وړده، هغه پاکستانیان چې پاسپورټونه یې بلاک شوي، اکثریت د پنجاب صوبې اوسیدونکي دي.