کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د غزني سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د کابل ــ هرات پر لویه لار کې د یوه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرو د ټکر له امله یو تن مړ شوی او د شپږو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایې د پېښې ټپیان د یوې کورنۍ ټول غړي دي او د یاد ولایت ملکي روغتون ته لیږدول شوي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډيره د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د طالبانو له لوري د پاکستان لاس موټرو ته د اسنادو ورکړله بلل کیږي.