خبرونهنړۍ

د سوریې نوی رهبر: ایران دې د سوریې په چارو کې لاسوهنه نه کوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د سوریې د حکومت نوی رهبر احمد الشرع (ابو محمد الجولاني) ایران دې نور د سوریې حاکمیت ته احترام ولري او د دوی په داخلي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي له العربیه تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ويلي ، ایران چې د سیمې هر هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه کړې هلته يې د نشه يي توکو په ځانګړي توګه د کپتاګون د صنعت او تولید کچه لوړه کړې ده. هغه په ځانګړي ډول د عراق، لبنان او سوریې نومونه اخیستي او ویلي يې دي چې نور بايد سوریې ته د پخواني رژيم په سترګه ونه کتل شي.

هغه له ایران څخه دا غوښتنه هم کړې چې د سیمې په چارو کې د مداخلې برخه کې دې خپله پالیسي باندې له سره غور وکړي، ځکه دا د سیمې د خلکو په ګټه نه ده او زیان يې خپله ایران ته ه رسېدلی شي.