کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې د اذربایجان سفیر د دغه وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې هېواد يې له طالبانو سره د سیاسي، اقتصادي او ټولنيزو اړیکو پراختيا ته ژمن دی.
د شېر محمد عباس ستانکزي او الهام محمدوف لیدنه پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت کې شوې ده.
د یاد وزارت په يوه اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سیاسي معین د اذربایجاني الوتکې لوېدو د غمجنې پېښې له امله خپل خواشیني څرگنده کړه او د افغانستان او اذربایجان تر منځ یې د سیاسي، اقتصادي اوټولنیزو دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینگار وکړ.
بلخوا د اذربایجان سفیر هم ويلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري او د اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې په لړ کې همکارۍ ته چمتو دی او د دوه اړخیزو اړیکو دا پیاوړتیا یې د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتمنه وبلله.