لوبې

د وزن پورته کولو افغان لوبغاړي په قطر کې د سیالۍ پرمهال اتم مقام ګټلی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د وزن پورته کولو د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي زبیر نظري په قطر کې د وزن پورته کولو د جام په سياليو کې اتم مقام ګټلی دی.

نظري د ۸۹ کیلو وزن سیالۍ لپاره میدان ته ور کوز شوی او د ۲۵۰ کیلوګرامه وزن په پورته کولو سره يې دغه مقام خپل کړی دی.

د قطر د وزن پورته کولو جام د ۳۰ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پيل شوی دی.