افغانستانخبرونه

هېواد کې سږکال د زعفرانو په حاصلاتو کې لوړوالی راغلی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې هېواد کې سږکال د تېر وخت په پرتله د زعفرانو په حاصلاتو کې لوړوالی راغلی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وياند مصباح الدین مستعین وايي، روان کال ۴۰ مټرېک ټنه د زعفرانو حاصلات راټول شوي چې ۹۰ سلنه يې د هرات ولایت زعفران دي.

هغه زیاته کړه، د تېر کال په پرتله د زعفرانو حاصلاتو کې لوړوالی راغلی دی.