افغانستانخبرونه

صادق خان افغانستان ته د خپل سفر معلومات له لومړي وزیر سره شریک کړل

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان چې افغانستان ته يې سفر کړی و، د دغه سفر په اړه يې معلومات د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره شریک کړل.

صادق خان په داسې حال کې افغانستان ته سفر وکړ چې په تېرو څو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خرابې شوې وې او په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د دواړو هېوادونو د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم وشوې.

تازه د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ويلي چې صادق خان د خپل دغه سفر په تړاو معلومات له شهباز شریف سره شریک کړل.

که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو داسې ښکاري چې شهباز شريف په دې هڅه کې دی چې له افغانستان سره وروستۍ خرابې شوې اړیکې بېرته ورغوي.