د افغانستان او زيمبابوی تر منځ د ټسټ کرکټ د لوبلړۍ لومړۍ لوبه مساوي شوه.
کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
که څه هم دغه تاريخي ټسټ لوبه مساوي اعلان شوه، خو د افغانستان لپاره پکې ريکارډونه جوړ شول.
دویمه ټسټ لوبه به د نوي کال د جنوري پر دويمه پیل کېږي، چې پنځه ورځې به دوام کوي.
د لوبلړۍ دا لومړۍ لوبه د زيمبابوی په کوربه توب پنځه ورځې وړاندې پیل شوې وه چې نن بې پايلې پایته ورسېده.
زيمبابوی د خپلې توپوهنې په لومړي پړاو کې د افغانستان پر وړاندې ۵۸۶ منډې وکړې چې دا منډې د زيمبابوی په تاريخ کې تر ټولو زياتې منډې وې. د زيمبابوی درېو لوبغاړو سليزې او يوه لوبغاړي پنځوسيزه وکړه.
افغان لوبغاړو د خپلې توپوهنې په لومړۍ پړاو د زيمبابوی په وړاندې ۶۹۹ منډې وکړې، چې دا د افغانستان لپاره د ټسټ لوبو په تاريخ کې د يوه پړاو تر ټولو ډېرې منډې وې. همدارنګه دا د افغانستان لپاره لومړی ځل شو، چې دومره لوړ هدف يې پوره او ۱۱۳ منډې يې پرې زياتې وکړې.
په افغان لوبغاړو کې تر نورو ډېرې رحمت شاه ۲۳۴ منډې، حشمت شهيدي ۲۴۶ منډې او افسر ځاځي ۱۱۳ منډې وکړې.
دا راز دا لومړی ځل شو چې په يوه پاڼۍ کې دوه افغان لوبغاړي غبرګې سليزي وهي. همدارنګه حشمت شهيدي د افغان لوبغاړو تر منځ هغه لوبغاړی شو چې دوه ځله يې غبرګې سليزې وهلې دي. حشمت شهيدي د ډېرو منډو په کولو سره لومړنی افغان شو چې په یوه پاڼۍ کې ۲۴۶ منډې وکړي.
افسر ځاځي د خپل ټسټ په تاريخ کې لومړۍ سليزه او رحمت شاه خپله لومړۍ غبرګه سليزه ووهله.
د لوبې په جريان کې درې ځله د باران د ورېدو له امله لوبه وځنډېده چې په دې سره د ټاکل شويو پنځو ورځو د پام وړ وخت د اورښت له امله ضايع شو.
زيمبابوی لوبډلې په خپله دویم ځل توپوهنه کې د ۴ لوبغاړو په زيان سره د افغانستان ۱۱۳ منډې هم پوره کړې او يوازې ۲۹ منډې يې زياتې وکړې چې په دې سره ونه توانېده چې د پنځمې ورځې له بشپړېدو مخکې افغان لوبډلې ته د پام وړ هدف وټاکي او افغان لوبډله سيالۍ ته راوبولي. د پنځمې ورځې له پای ته رسېدو سره سيالۍ مساوي اعلان شوه.