خبرونهنړۍ

د سوریې د مرکزي بانک لپاره هم یوه میرمن د عمومي مشرې په توګه وټاکل شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د سوریې د نوې واکمنې ډلې له لورې د دغه هېواد د ښځو چارو د عمومي رئیسې د ټاکلو وروسته په لوړ بست د دویمې میرمنې په توګه، میسا صابرین د سوریې د بانک عمومي مشره وټاکله.

په عربي هېوادونو کې میسا صابرین لومړۍ میرمن شوه، چې د یوه هېواد د مرکزي بانک د مشرې په توګه ټاکل کیږي.

که څه هم اټکل کېدو، چې د تحریر الشام ډلې د وسلې په زور د بشارالاسد حکومت ړنګ کړ او ښايي، دوی هم په بېلا بېلو برخو کې سخت دریځې اوسي، خو وروستیو اقداماتو له امله ورسره ورځ تر بلې تعاملات زیاتیږي.