افغانستانخبرونه

د متحده عربي اماراتو په لګښت پکتیا کې د یوه روغتون جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۱مه – ۱۴۰۳ لمريز)

چارواکي وایي، د پکتیا ولایت مرکز کې د متحده عربي امارتو په ۵ میلیونه امریکایي ډالرو مالي لګښت یې د یوه مجهز ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل کړې.

د دغه ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر معراج ګل عادل وايي، دغه روغتون په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې دوه ودانۍ به ولري او هره ودانۍ به څلورو پوړه وي او چارې به يې راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه روغتون د جوړیدو ژمنه د کورنیو چارو سرپرست سره د متحده عربي اماراتو حکومت کړې وه، چې اوس یې عملاٌ چارې پیل کړې.

د هغه په وینا د ياد روغتون جوړولو ترڅنګ به د روغتون د فعاليتونو ټول لګښتونه هم په راتلونکې کې د متحده عربي اماراتو حکومت لخوا ورکول کېږي.