افغانستانخبرونه

غزني او بغلان ولایتونو کې په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۱ ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

طالب چارواکي وایې چې په غزني او بغلان ولایتونو کې په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې یوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند ابوخالد سرحدي وایې، چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز او جاغوري ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکو پېښو کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره لومړۍ پېښه د جاغوري ولسوالۍ اړوند په غجور بازار کې دوو موټرو ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي.

نوموړی دغه زاز وایې، چې دویمه پېښه تېره شپه ناوخته د مرکز اړوند د روضي کوتل سیمه کې د یوه باروړونکي او کاسټر موټرو د ټکر له امله شوې چې په دې پېښه هم درې کسان په کې ټپیان شوي دي.

بلخوا د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې پاسو ډوله موټر او ریکشې د ټګر له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان پر وخت د بغلان مرکزي روغتون ته استول شوي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کیږي.