خبرونهنړۍ

په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني نظامیان وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څیړنو د مرکز د کلني راپور له مخې، ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ د ډسمبر په ۳۱مه د دغه مرکز په حواله راپور ورکړ، چې سږ کال په پاکستان کې لږ تر لږه ۴۴۴ بریدونه شوي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال په پرتله سږ کال د مرګ ژوبلې کچه ۶۶ سلنه لوړه شوې، چې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو بیسارې لوړه کچه بلل کیږي.

د دغه را پور له مخې؛ د نومبر میاشت پاکستان کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کال تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې.

د څېړنو او مطالعاتو د مرکز د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان کې ۲۵۴۶ کسان وژل شوي چې پوځيان او ملکي وګړي پکې شامل دي.

خېبرپښتونخوا صوبه کې ۱۶۱۶ تنو او بلوچستان د ۷۸۲ تنو د وژل کېدو له امله د نا امنه سیمو له مخې په لومړي او دوهم ځای مقام کې ځای لري.

باید وویل شي چې د ټولو تلفاتو ۹۴ سلنه یې په کوزې پښتونخوا او بلوچستان کې ترسره شوي دي.

د یادونې وړده، چې په ۲۰۲۳م کال کې په پاکستان کې د پوځي او ملکي تلفاتو ټولټال شمیر ۱۵۳۳ تنه وو.