افغانستانخبرونه

تورخم کې د باختري او کوشاني دورو اړوند ۱۳۶ لرغونې سکې نیول شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

چارواکي وایي، په تورخم ښارګوټې کې پاکستان ته د قاچاق کولو پر مهال د باختري او کوشاني دورو اړوند ۱۳۶ سکې نیول شوي دي.

په ختیځ کې د موزم امر حافظ ضیاءالحق شاهین ویلي: د تورخم کمیسارۍ اړوند د کشف او جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امریت تېره ورځ ۴۸۰ عدده سکې نیولې وې، چې د یاد موزیم اړوندو متخصصینو تر ارزونې وروسته یې ۱۳۶ عدده سکې لرغونې او له میلاده وړاندې د باختري او کوشاني دورو پورې اړوندې وپېژندل شوې.

نوموړي ویلي، یادې لرغونې سیکې تر ځانګړي پروسیجر وروسته د موزیم په ډیپو کې ځای پرځای شوې.

تر دې وړاندې هم ورته لروغونې سکې چې پاکستان هېواد ته په پټه قاچاق کېدې، نیول شوې دي.