کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په لغمان کې ځایي سرچینې وایې، چې د اجمل امیني په نامه د لغمان پوهنتون یو استاد وسله والو غلو لوټلی او سخت یې وهلی چې اوسمهال په روغتون کې بستر دی.
سرچینې زیاته کړې نوموړی دوه ورځې وړاندې غلو د کابل-جلال اباد پر لویه لاره لوټلی او بیا یې سخت شکنجه کړی دی.
د مالوماتو له مخې استاد اجمل امیني د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد و او د پي ایچ ډي په کچه یې زده کړې کړې وې.
تراوسه طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د وسله والو غلاو راپورونه خپاره شوي وو.