کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هلمند کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ګاز نیونې له کبله یو کمکی ځوان مړ شوی دی.
سرچینو ویلي چې دغه پېښه وړمه ورځ د لښکرګاه ښار «جعفري مسجد» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، دا پېښه هغه مهال شوې چې د ادریس په نوم یو ځوان د بخارۍ له امله مسموم شوی او مړ شوی دی.
له دې څو ورځې وړاندې په خوست کې هم د ګاز نیونې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړو خپل ژوند بایللی و.
د هوا په سړېدو سره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د کورنیو بې احتیاطي ګڼل کیږي.