کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هلمند کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دې ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یو ځوان د نامعلومو کسانو له لوري د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه پېښه د نهرسراج ولسوالۍ اړوند «نوروز ښاخ» سیمه کې رامینځته شوې.
د سرچینې په خبره وژل شوی ځوان احسان الله نومیږي او په اصل د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
بلخوا هلمند کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تائید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې دا ډول د وژنې پېښې زیاتې شوي، چې طالب چارواکي یې تر ډیره لامل شخصي دښمنۍ بولي.