کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وایې، چې په کابل کې یې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر ۳۱ د افغانستان کرکټ بورد خپله کلنۍ عمومې غونډه ترسره کړه.
د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاده غونډه د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف په مشرۍ جوړه شوې وه چې پکې د بورډ غړي راټول شوي وو، ترڅو د تېر کال لاسته راوړنې وڅېړي او د راتلونکي ۲۰۲۵ کال له پاره اړین ترتیبات ونیسي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یاده غونډه کې د ګډونوالو لخوا د کورنیو لوبو د فیس ډېرولو وړاندیزونه وشول او درې ورځینیو سیالیو او ولایتي لومړۍ درجه سیالیو له پاره د فیسونو تخصیص تصویب شو.
دغه راز کرکټ بورډ تېر ۲۰۲۴ کال له لاسته راوړنو ډک بللی او تمه یې ښودلې چې راتلوونکی کال به یې هم له لاسته راونو ډک وي.