کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر ولکې لاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په لرو پرتو سیمو کې یې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په موخه ۴۰۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.
د عامې روغتیا وزارت لپاره طالب ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، چې د هېواد په هغو سمیو کې چې اوسمهال روغتیایي مرکزونه په کې شتون نهلري، د ۶ میلیارد افغانیو په ارزښت د ولسوالیو په کچه ۳۱۸ نور روغتیايي مرکزونه هم جوړېږي.
نوموړی هیله لري چې د یادو روغتیایي مرکزونو په جوړېدو سره به تر ډیره په ولسوالیو کې د خلکو په روغتیایي برخه کې شته ستونزې حل شي.
له دې څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه، چې د روغتیايي سکتور پیاوړتیا په برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم د هیواد په زیاتره سیمو کې د روغتیایي مرکزونو نشتون او د لارو خرابوالي له امله خلک نه شي کولای پر وخت د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.