افغانستانخبرونه

د افغانستان ازادۍ جبهې پر بګرام هوايي ‌ډګر د برید ادعا کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 د افغانستان ازادۍ په نوم جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر بګرام هوایي ډګر د برید ادعا کړې.

د یادې جبهې څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه برید یې تېره ورځ سهار مهال د بګرام هوايي ډګر پر څلورمې دروازې کړی دی.

اعلامیه کې طالبانو ته د یاد برید پرمهال د مرګ ژوبلې ادعا هم شوې ده.

تراوسه طالب چارواکو پر بګرام هوایي ډګر د برید په اړه څه نه دي ویلي.

له دې څه موده وړاندې هم یادې جبهې پر بګرام هوایي ډګر د برید ادعا کړې وه.