افغانستانخبرونه

د یونیسف له لوري په روزګان کې له ۶۴ روغتیايي مرکزونو سره مرسته

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې په روزګان کې یې له ۶۴ روغتیايي مرکزونو سره مرسته ترسره کړې ده.

یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو مرستو کې طبي وسایل او درمل شامل دي چې ټولییز ارزښت یې ۵۸۳ زره امریکايي ډالره کېږي.

خبرپاڼې کې ویل شوي په دغو مرستو کې ۱۳۳ قلمه روغتیايي توکي او درمل دي چې دغه ولایت ته د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو په موخه استول شوي دي.

له دې څه ورځې وړاندې هم یونیسف په ننګرهار کې له روغتیایي مرکزونو سره د درملو او نورو برخو کې مرسته ترسره کړې وه.